د امريکا ولسمشر جوبايډن د بريټانيې له لومړۍ وزيرې سره ټليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی دی. بايډن د لومړۍ وزيرې په توګه د ټاکل کېدو له کبله مېرمن ليز ټراس ته مبارکي ويلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا د ټينګار تر څنګ یې د روسيې پر وړاندې د اوږه په اوږه دريدو غوښتنه ترې کړې ده. ټاکل شوې چې دواړه مشران د روانې مياشتې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې پر مهال سره وګوري. اټکل کيږي چې له اوکراينه ملاتړ، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې او د ايران اټومي تړون به د دې کتنې د بحث محوري ټکي وي. د يادونې وړ ده چې ليز ټراس پرون د بوريس جانسن تر استعفا وروسته د بريټانيا د محافظه کار ګوند د مشرې او د بريټانيا د لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه.
































