امریکا وایي دوی لا هم افغانستان څاري. د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دوی افغانستان څاري او له دغه هېواد به ګاونډیو او د امریکا متحدینو ته د ګواښونو جوړېدلو اجازه ور نه کړي. کرین ژان پيير په دې خبري کنفرانس کې زیاته کړې چې دوی افغانستان لا هم څاري او په خبره یې چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ او خطر جوړ کړي. نوموړې دغه راز وویل چې نوی حکومت د ګواښ نه جوړېدو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنه لري او پر دې ژمنو به عمل کوي. سپينې ماڼۍ یو ځل بیا د افغان مېرمنو د حقونو پر رعایتولو هم ټینګار کړی دی او په خبره یې په دې تړاو خبرې او مذاکرات روان دي.
































