افغان جګړه امریکایي نظامیانو ته په بده خاطره بدله شوې ده. میلټري ټایمز امریکايي نشریې د افغانستان د شل کلنې جګړې او دلته د امریکايي نظامیانو پر وضعیت یو مطلب خپور کړی دی.
امریکایي نظامیانو ویلي چې دوی په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، هلته یې خپل ملګري له لاسه ورکړي دي، په کلیو او بانډو کې ګرځېدلي دي او تر څنګ یې زرګونه خلکو دا هېلې لرلې دي چې افغانستان به آبادېږي خو په وینا یې دا هر څه په یوه ترخه خاطره بدل شوي دي.
امریکایي نظاميان وایي دوی بریالي نه شول چې د امریکا او نړیوالې ټولنې هيلې په افغانستان کې پوره کړي. سرچینه وایي نظرپوښتنې هم ښيي چې لوړه سلنه امریکایان له افغانستان د وتلو له بڼې خوښ نه دي او هغه یو سپکاوی، بې عزتي او د امریکا لپاره له شرمه ډکې صحنې بولي.
































