پاکستان افغانستان ته د غنمو پر لېږد بندیز لګولی او هغوی چې دا چاره په قاچاقي توګه ترسره کوي د پاکستاني حکومت له لوري نیول کېږي. پاکستاني رسنۍ وایي په وروستیو کې پاکستاني حکومت خپله ټوله هڅه پيل کړې ده چې افغانستان ته د خوراکي توکو په تېره بیا د غنمو او اوړو د وړلو او لېږد مخه ونیسي. رسنۍ وایي چې په همدې لړ کې له فرضي کرښې سره څېرمه د اوړو اووه ډکې لارۍ نیول شوې چې له قاچاقي لارو یې د لېږد هڅه کوله. امنیتي ادارو ویلي چې د غنمو لېږدوونکي نیول شوي او موټرونه یې ترې ګرځول شوي دي. پاکستان له څو میاشتو راهیسې افغانستان ته د ځينو خوراکي توکو پر لېږد بندیز لګولی ځکه دغه هېواد پخپله د خوراکي توکو له سخت کمښت او قحطۍ سره مخ دی.
































