امریکا پر پاکستان د نظامي الوتکو د پروزو پلور تایید کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت د پاکستان هغه غوښتنه منلې چې له مخې به یې امریکایي لوری پر پاکستان د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د الوتکو تجهیزات پلوري.
په دې کې د ایف ۱۶ الوتکو پرزې شاملې دي چې پاکستاني حکومت یې میاشتې وړاندې د اخیستلو غوښتنه کړې وه. نړیوالې رسنۍ وایي داسې ښکاري چې د پاکستان او امریکا ترمنځ نوې هوکړې او نږديوالي رامنځته شوي دي او امریکا په داسې یوه حساس وخت کې دا تایید کړه چې پر پاکستان به د نظامي جنګي الوتکو تجهیزات پلوري.
































