امریکا له اوکراین سره د ۲.۶ میلیارد ډالرو تازه مرسته تصویب کړه. له دغو مرستو سربېره اوکراین ته د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره ۶۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو ورکړې اعلان هم شوی دی. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین دا خبره جرمني کې د امریکا په هوايي اډه کې د لسګونه نورو متحده وزیرانو په ګډون کړې ده. دغو مرستو کې توپونه، هاموې موټرې، زغروال امبولانسونه او د ټانګ ضد سیسټمونه شامل دي. امریکا لا د مخه اوکراین سره د ۱۳ میلیارد ډالرو پوځي مرستې ژمنه کړې ده. امریکا ویلي، دوی د اوکراین او د هغه د ۱۸ ګاونډیو هېوادونو د امنیت ټینګولو برخه کې د اوږدې مودې مرستې لپاره دوه میلیارد ډالر ځانګړي کړي. له دغو مرستو به د ناټو او غیر ناټو هغه غړي هېوادونه برخمن وي چې د روسیې د راتلونکي برید خطر سره مخ دي.
































