په نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا درې زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي. د نیمروز ځايي مسوولین وايي. چې د ایستل شویو کډوالو شمېر ۲۷۵۳ تنو ته رسیږي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د نيمروز ولايت د ورېښمو د پله له لارې هېواد ته راغلي دي. د يادونې وړ ده، چې ايران هره اونۍ په نيمروز کې د ورېښمو له پله او د هرات د اسلام کلا له لارې زرګونه افغان کډوال هېواد ته ستنوي.
































