د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف پر لمریزې برېښنا د غزني د روغتیایي مرکزونو او روغتونونو سمبالول پيل کړي دي. په سیمه کې یوه سرچینه وایي، چې په غزني ښار او ولسوالیو کې څلورو روغتونونو او ۹۶ روغتیایي مرکزونو ته د سولرونو او وسایلو تسلیمول پیل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې د دغو سولرونو له لګولو سره به د غزني د ټولو کلینیکونو د اوبو او برېښنا ستونزه هواره شي. په هغو وسایلو کې، چې ټاکل شوې دغو مرکزونو ته ورکړل شي ۶۴۳ تختې سولر، ۱۰۱ د برېښنا د بدلولو دستګاوې، ۳۸۰ بېټرۍ، ۲۳۰ د اوبو فلترونه او ۷۵۲ د پخلنځي کېټونه شامل دي.
































