د شمالي کوریا دولتي رسنیو اعلان کړی چې د دې هیواد ولسمشر کیم جونګ اون ټینګار کړی چې هیواد به یې هیڅکله له امریکا سره د مقابلې پرمهال اټومي وسلې له پامه ونه غورځوي.کېم جونګ اون دغه څرګندونې د شمالي کوریا پارلمان ته په وینا کې کړي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، کیم جونګ اون په اسیا کې د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د اټومي جګړې زیاتیدونکي ګواښونه کړي او خبرداری یې هم ورکړی، چې که شمالي کوریا وګواښل شي نو له خپلې اټومي وسلې به کار واخلي. د شمالي کوریا پارلمان هم د اټومي وسلو د کارولو په اړه یو لایحه تصویب کړې ده.
































