د افغانستان ا.ا په پکتيا کې د قومي مشرانو او ولسونو په خوښه پرانيستل شوي ښوونځي بېرته تړلي او نجونو يې په غبرګون کې لاريون کړی دی. د پکتيا د نجونو د ښوونځيو زده کوونکو نن په مرکز ګرديز ښار کې د لاريون پر مهال د ښوونځيو د بيا تړلو پرېکړه وغندله او ټينګار يې وکړ چې پر زده کړو لګول شوي محدوديتونه يې بايد پای ته ورسول شي. د پکتيا د پوهنې رييس تېره اونۍ خبر ورکړی و چې دغه ولايت کې د نجونو ښوونځي د ولسونو په غوښتنه پرانيستل شوي خو د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد بيا کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د ښوونځيو د پرانيستلو امر د پوهنې وزارت ورکوي او بل هيڅوک يې د پرانيستلو حق نه لري. هغه وويل چې پکتيا کې د ښوونځيو د پرانيستل کېدو په تړاو پلټنې کوي. تر دې پلټنو وروسته نن پکتيا کې ټول ښوونځي بېرته تړل شوي دي. په ورته مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف پرون خبر ورکړ چې درې ميليونه افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. دوی پر ط البانو غږ کړی چې د ښوونځيو د تړلو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي.
































