د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې ۲۰۰ ورځې پوره شوې. د نړیوالو رسنیو د راپورنو پر بنسټ د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې نوي تحولات راغلي دي. رسنۍ وايي چې اوکراین تازه له روسیې نوې سیمې نیولې دي او روسي عسکر یې په شا تمبولي دي. روسیې هم تازه تایید کړې ده چې د اوکراین له ځینو سیمو یې شاتګ کړی دی. د اوکراین حکومت تازه ادعا کړې ده چې دوی د روسیې ضد پراخ عملیات کړي دي او ژر به لا ډېرې سیمې ترې ونیسي. روسیه بیا خپل شاتګ تاکتیکي بولي او وایي پر لویو ښارونو د برید پلان لري.
































