د امریکا په کلیفورنیا کې د یوه ستر توپان وړاندوینه شوې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ په وروستیو کې د امریکا کیلفورنیا بېلو پېښو ځپلې ده چې تر ډېره پکې ځنګلي اورلګېدنو دغه ایالت ته زیانونه اړولي دي. اوس تازه د امریکا د هوا پېژندنې ادارې وایي چې ښايي ددغه ایالت ستره برخه یو پراخ توپان وځپي. دوی سمندر ته د نږدې سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې له خپلو کورونو ووځي، ځکه د اوبو د راوتلو او سیمو د لاندې کېدلو امکان شته دی. همدا راز لا هم د کلیفورنیا په ځنګلي سیمو کې د اقلیمي بدلون له امله اورلګېدنې رامنځته کېږي چې په یادو سیمو کې یې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي او ډېر کورونه د اور خوراک شوي دي.
































