پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتیا کې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو لپاره د نجونو له سوله ییز حرکت ملاتړ کړی دی. نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د پکتیا د نجونو غږ د ټول ولس د اولادونو او لوڼو غږ دی او د اوسني حکومت چارواکي دې درناوی ورته وکړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې له پوهې او زده کړې پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی او که افغان چارواکي غواړي چې هېواد د نورو له احتیاج وژغوري نو ژر تر ژره دې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي. دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د پوهنې سرپرست وزیر هم په خپلو تازه څرګندونو کې د ښوونځيو پرانیستل کېدو ته اشاره کړې ده. هغه وايي هڅه کوي چې د نجونو د زده کړو لپاره امنه او مناسبه فضا برابره کړي.
































