امریکایان وایي دا باید معلومه شي چې په افغانستان کې یې د شل کلن حضور پایله څه وه. په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې له را رسېدو سره سم یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور او بېرته وتلو په اړه پوښتنې پيدا شوې دي.
امریکايي رسنیو له امریکایي وګړو سره خبرې کړې دي او دوی ورته ویلي چې امریکایي چارواکي باید د ولس پوښتنو ته ځواب ورکړي چې دوی کلونه کلونه په افغانستان کې څه کول او لاس ته راوړنه یې څه ده. امریکایي کارپوهانو هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې زرګونه امریکايي ځوانان وجنګول، میلیاردونه ډالر یې له امریکایانو د افغان جګړې لپاره مالیات واخیستل او په دغه هېواد کې يې د اوږدې مودې لپاره نظامي حضور درلود نو اوس دا د امریکایانو حق دی چې د خپل حکومت پر لاس ته راوړنو پوه شي.
دوی وایي چې امریکا له افغانستان ووتله او پر خپلو ژمنو یې چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کړې وې، عمل و نه کړ او دا هر څه د پوښتنې وړ دي.
































