تاجکستان په زوره د افغانانو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده. نړیوالې رسنۍ وایي چې د تاجکستان حکومت تازه اقدامات پيل کړي دي او هڅه کوي هغه افغانان په زور له خپلې خاورې وباسي چې په وروستیو کې دغه هېواد ته ورغلي دي. افغان کډوالو رسنیو ته ویلي چې تاجکستاني امنیتي ځواکونه یې پر کورونو چاپې وهي، دوی سپکوي، نیسي یې او په زور یې له خپلې خاورې وباسي. تر دې وړاندې هم ګڼو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې تاجکستاني لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده او د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو ځینو مدافع بنسټونو بیا د تاجکستان ددغه کار مخالفت کړی و او هغه یې غندلی و. ملګرو ملتونو له تاجکستان غوښتي وو چې افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړي او له دوی سره ناوړه چلند ودروي.
































