د بانکي سیستم اوسنی وضعیت افغانستان ته ستر زیانونه اړوي. ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي چې افغانستان له یوې سختې مرحلې تېرېږي او په دې وخت کې ددغه هېواد د بانکونو اوسنی وضعیت کولی شي د خلکو پر اقتصاد او د هېواد پر عمومي حالت منفي اغېز ولري. سرچینه وایي چې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ زره کاروبارونه د خپلو مالي چارو د آسانتیا لپاره له بانکي سیستم ګټه اخلي او که وضعیت همداسې روان وي نو ددې سبب کېږي چې په افغانستان کې د بانکولۍ سیستم کمزوری شي او خلک د خپلو چارو د مخته بېولو لپاره دودویزو مالي سیستمونو ته مخه کړي. سرچینه وایي په دې سره به شفافیت له منځه لاړ شي او د افغانستان اقتصادي ستونزې به هم په پراختیا وي.
































