د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره به د هغه حکومت د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د عاملینو تعقیبولو ته دوام ورکړي. سپینه ماڼۍ وایي، چې ولسمشر جو بایډن د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د ۲۱ مې کلیزې په مناسبت د امریکا د د دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې په جوړو شویو مراسمو کې برخه واخیسته او د ټولو قربانیانو یاد ته یې درناوی وکړ. جو بایډن وویل چې د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا کیسه بدله کړه، خو وې ویل چې دا پېښه به هېڅکله د امریکا شخصیت بدل نه کړي او د ده په وینا د امریکایانو مینه، سخاوت او مقاومت به هېڅکله بدل نه شي. ۲۱ کاله مخکې د القاعده ډلې اړوندو کسانو په نیویارک کې له نړیوال تجارتي مرکز او د امریکا د دفاع وزارت سره الوتکې وجنګولې او یوه بله الوتکه چې د واشنګټن په لور روانه وه، د الوتکه تښتونکو له لورې د پنسلوانیا په ایالت کې په زراعتي سیمه کې وپرزول شوه.
































