د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه غوښتي چې د اوکراين له زاپوريژيا اټومي بټۍ څخه خپل ځواکونه وباسي. د مکرون دا غوښتنه تر هغې وروسته ده چې يادې اټومي بټۍ کې د احتمالي فاجعې پر رامنځته کېدو نړيوالو اندېښنو زور اخيستی دی. مکرون پرون له پوتين سره په ټليفوني خبرو کې له نوموړي غوښتي چې د فاجعې د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه بېړني اقدامات وکړي او خپل پوځيان د اټومي بټۍ له تاسيساتو وباسي. د فرانسې ولسمشر دغه راز له خپل روسي سيال غوښتنه کړې چې د اوکراين د غلو د صادراتو لپاره د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب لاسليک شوی تړون عملي کړي. پوتين تېره اونۍ ويلي وو چې پر ياد تړون له سره کتنه کوي، ځکه په وينا يې چې د اوکراين د غلو د صادراتو ډيره ګټه پرمختلليو لويديځو او خورا لږ هغه اړمنو هېوادونو ته رسېږي.
































