د پاکستان حکومت ویلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د باران او سېلابونو له امله نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳ زره نور ژوبل شوي دي. حکومتي سرچینو ویلي چې سېلابونو یو میلیون او ۷۳۰ زره کورونه زیانمن کړي او ۷۳۰ زره څاروي یې له منځه وړلي دي. په ټولیزه توګه دغه هېواد کې سېلابونو ټول ۳۳ میلیون وګړي زیانمن کړي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش پاکستان ته د سفر پر مهال له سیلابځپلو سیمو لیدنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له پاکستان سره بېړنۍ مرستې وکړي.
































