د بشري حقونو او مېرمنو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي چې د ښوونځيو تړل له دين او کلتور سره تړاو نه لري. مېرمن اميري دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پکتيا کې ښځينه زده کوونکو د ښوونځيو د پرانيستل کېدو لپاره لاريون وکړ او د پوهنې سرپرست وزير اروزګان کې خبريالانو ته وويل چې دغه ولايت کې له ښاره بهر خلک د نجونو له زده کړو سره مخالف دي او دوی د همدې کلتوري محدوديتونو له کبله د نجونو ښوونځي نه پرانيزي. رينا اميري د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو تګلاره د خواشينۍ وړ بللې او ويلي يې دي چې ورته تګلارې افغانان د لا ډير فقر او نهيلۍ پر لور بيايي. په ورته مهال د اروزګان خلکو هم د پوهنې د سرپرست وزير پر څرګندونو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او ا.ا ته بويه چې ژر تر ژره ټول ښوونځي پرانيزي.
































