د سولې تر هوکړې وروسته د طالبانو ځینې ډلې ښایي د ایران په مرسته جګړو ته ادامه ورکړي. د آزادې اروپا راډیو په یوه اوږده تحلیلي مقاله کې د طالبانو په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي. دغه رسنۍ د طالبانو د چارو له څارونکو سره خبرې کړې دي او دوی ورته ویلي چې له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته یو شمېر سخت دریځي قومندانان له دغه ډلې د بېلېدو په حال کې دي. د سرچینې په خبره د حزب ولایت اسلامي په نامه یوه ډله وروسته له هغه له طالبانو بېله شوې چې د امریکا او قطر دفتر ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. په مقاله کې راځي دغه ډله له ایران سره اړیکې لري او ددغه هېواد په ملاتړ به د امریکا او افغان حکومت پر وړاندې خپلې جګړې ته ادامه ورکړي. همدا راز ویل شوي چې ښایي ان د حقاني شبکې لوړپوړي غړي هم له طالبانو بېل شي او له هغه ډلو سره یو ځای شي چې خپلو جګړو ته ادامه ورکوي. په دغه مقاله کې له طالبانو نوې بېلې شوې ډلې د ایران له ملاتړه برخمنې بلل شوې دي او ویلي یې دي چې ښايي د اوږدو کلونو لپاره جګړو ته ادامه ورکړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د افغان حکومت یوې استخباراتي سرچینې دغه رسنۍ ته ویلي چې له طالبانو ځینې ګروپونه بېل شوي دي خو په رسمي توګه یې خپل بېلتون نه دی اعلان کړی.
































