ایران وایي داسې بې پيلوټه الوتکه یې جوړه کړې ده چې اسراییل پرې په نښه کولی شي. د ایران یوه پوځي چارواکي ویلي دوی د خپلو بې پيلوټه الوتکو تکنالوژي پياوړې کړې ده او کولی شي د هر ډول ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي.
دغه پوځي چارواکی وایي د دوی الوتکې آن کولی شي د اسراییلو په مرکز کې د دوی نظامي تاسیسات په نښه کړي. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې روسیه وایي له ایران پېرلې بې پيلوټه الوتکې پراخې نیمګړتیاوې لري او هدف نه شي په نښه کولی. اسراییلو بیا تازه ویلي چې ایران د ترهګرو ملاتړی هېواد دی او لا هم هڅه کوي چې په ټوله سیمه کې وېره او وحشت رامنځته کړي له همدې امله یې باید پر وړاندې قوي ګام اوچت شي.
































