د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي وايي کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په چین او ازبکستان کې بېلابېل نندارتونونه جوړوي. د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې وویل چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره به لا زیاتې هڅې وشي. نوموړی وایي، اوس مهال د هېواد له ۶۵ تر ۷۰ سلنې پورې کارخونې فعالې دي او په وینا یې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره هڅې روانې دي. بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه له اسلامي امارت غواړي، چې په هېواد کې د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره دایمي ننداتون جوړ کړي. صنعتکاران د دغه نندارتون جوړېدل دکورنیو تولیداتو ته په بازار موندنه کې ګټور بولي.
































