د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په ناسته کې ویلي، چې طالبان نه دي توانېدلي خپلې ژمنې پلې کړي. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکولسن په جنوا کې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې ته سخت اندېښمن دی. نیکولسن په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو مسوولیت منل باید تضمین شي. د اروپايي ټولنې دغه دیپلومات ویلي، چې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې لپاره پوره اسناد او شواهد شته او د بشري حقونو شورا باید د افغان مېرمنو غږ ته پام وکړي.
































