د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي، چې په کابل کې د روسيې پر سفارت له وروستي بريد وروسته په دغه ډيپلوماتيک ځاى کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. یوه اونۍ مخکې په کابل کې د روسیې د سفارت پر قونسلګرۍ برید کې د دوو روسي ډیپلوماتانو په ګډون ۸ تنه ووژل شول. اسلامي امارت د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه ټليفوني پيغام کې په دغه ډيپلوماتيک ځاى کې د زياتو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکړى دى. هغه وخت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټریش هم د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي و چې پر ډیپلوماتیکو استازولیو بریدونه د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو خلاف کار دی.
































