د اوکراین د جګړې په دوام د پوتین مخالفین د هغه د لرې کېدو غوښتونکي دي. وروسته له هغه چې روسي عسکرو له اوکراین تېښته پيل کړه په روسیه کې پراخې ناندرۍ رامنځته شوې دي. تازه د پوتین مخالفینو په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې نوموړی باید له دندې لرې کړل شي. د پوتین مخالفین په دې باور دي چې نوموړی د هېواد د چارو مدیریت نه شي کولی. بلخوا اوکرایني ځواکونه د چټک پرمختګ او روسي ځواکونو د چټک شاتګ په حال کې دي. اوکرایني عسکرو تر دې دمه شاوخوا زر میله سیمه نیولې ده او روسي ځواکونو آن خپلې وسلې، مهمات او ټانکونه هم تر شا پرې اېښي دي. بلخوا روسیه بیا وایي چې د ایران د بې پيلوټو الوتکو کارونه یې په اوکراین کې پيل کړې ده. اوکراین بیا وایي چې د ایران یوه بې پيلوټه یې ویشتلې هم ده.
































