ایران وایي نړیواله ټولنه دې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره مرستې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د لسګونه زره افغانانو کوربه توب کوي نو نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له دوی سره مرستې وکړي.
د نوموړي په خبره په ایران کې دمګړی شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي او ډېری یې مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې چې دوی په یوازې ځان د دومره کډوالو کوربه توب نه شي کولی. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي او تر ډېره په سیمه کې له کډوالو سره په ناوړه او غیر انساني چلند مشهور هېواد دی.
































