د افغانستان ا.ا وایي په پنجشیر کې یې د عملیاتو پر مهال ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د افغانستان د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټ پیغامونو کې ویلي چې د پنجشیر په رخه، دره او افشار ولسوالیو کې تصفیوي عملیات روان دي او په دې عملیاتو کې یې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دده په خبره د عملیاتو پر مهال د یادو وسله والو د درېیو مهمو قومندانانو په ګډون ۴۰ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. هغه همدا راز وایي چې په دې عملیاتو کې ۱۰۱ کسه وسله وال له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي. د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې په پنجشیر کې سخت عملیات روان دي چې دواړه خواوې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
































