د افغانستان سرحدي ځواکونه په سویل ختیځو سیمو کې نوې امنیتي پوستې رامنځته کوي. د هېواد په سویل ختيځ زون کې امنيتي چارواکو ويلي، د ډيورند کرښې په اوږدو کې يې د پولو د خوندي کولو لپاره نوې پوستې جوړې کړې دي. په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قل اردو چارواکي وايي، د دغه زون د اوو ولایتونو د امنیت ساتنې لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي دي. د قل اردو د قومندان په وینا چې تر دې دمه د دغه زون په اړوندو ولایتونو کې هیڅ کومه لویه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې. د هېواد د نورو ولایتونو سربېره په سویل ختیځ زون کې د اړونده ولایتونو د امنیت له تامین خلک خوښ دي او غوښتنه کوي چې د دغه وضعیت د لا دوام لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.
































