په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۴ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلو لابراتوارونو کې ګڼې مشکوکې پېښې ارزول شوې چې له دې ډلې ۶۸۴ یې مثبتې وې. په دې سره د ټولو ثبت شوو مثبتو پېښو شمېر ۲۲۱۴۳ ته رسېدلی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسه د کرونا له امله مړه شوي او ۳۲۴ کسه نور ترې جوړ شوي هم دي.
































