یونسکو یا د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي اداره په پام کې لري چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سواد زده کړې یو نوی پروګرام پیل کړي. په بلخ کې د یونسکو استازي عبدالله عمر د یوه کنفرانس پر مهال وویل چې د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې به ۲۵ زره کسانو ته د سواد زده کړې زمینه برابره شي. په ورته وخت کې د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې یې په افغانستان کې څه باندې ۸۵ زره کسانو ته د سواد زده کړې زمینه برابره کړې ده. د هېواد د لرې پرتو سیمو خلک د سواد زده کړې د کورسونو له پيلېدو ملاتړ کوي او وايي، چې له سواد پرته هېواد پرمختګ نه شي کولى.
































