د کلیفورنیا بیرکیلي پوهنتون او لندن کې د امپریل کالج له لوري ترسره شوې څېړنې ښیي چې که چېرته حکومتونو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره محدودیتونه نه وای لګولي نو یادې وبا به ډېر ورانی کړی و. څېړنه ښیي، پر سفر محدودیتونه، د شرکتونو او مکتبونو تړل کیدو، د ماسکونو اغوستل او د اجتماعي واټن مراعاتول د دې باعث شول چې ۵۳۰ میلیونه انسانان له دغه ویروس څخه وژغورل شي. په دغه څېړنه کې راغلي، چین ، جنوبي کوریا، ایټالیا، فرانسه، ایران او امریکا کې بېړنیو بندیزونو په دغو هیوادونو کي د کرونا ویروس پراختیا بهیر په ښکاره ډول کرار کړ او په میلیونونه انسانان یې له کرونا وبا وژغورل.
































