په سي پیک پروژه کې د افغانستان شریکول به د سیمې د پراختیا سبب شي. نړیوالو رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډول به ددغه پروژې د اغېزمنتیا لپاره خورا ګټور ګام وي. سرچینه وایي چې په دې پروژه کې د افغانستان ګډول به ددې سبب شي چې د سیمې هېوادونه له جنوبي آسیا سره ونښلول شي او د پاکستان، چین، افغانستان او مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ به سوداګري آسانه شي. په مطلب کې وړاندې راځي چې د اتصال ددغه لارو پراخول او په اساسي توګه جوړول د سیمې پرمختګ تضمینولی شي او باید هڅه وشي چې د افغانستان له مهم موقعیت د سیمې د پرمختګ او ودې لپاره کار واخیستل شي.
































