سبا ازبکستان کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو غونډه جوړېږي. په دغه غونډه د شانګهای غړي هېوادونه ګډون کوي خو افغان لوري ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. بلخوا اوکراین او افغانستان د شانګهای سازمان د غونډې مهم بحثونه ګڼل شوي دي. د شانګهای سازمان د غونډې مشري د ازبیکستان ولسمشر کوي او تر دې غونډې وړاندې یې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرسته وکړي. دده په وینا افغانان مرستو ته اړ دي او د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی نو ټول دې په دې اړه په خپلو تګلارو کې اړینه همغږي رامنځته کړي.
































