د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي چې له روسي ځواکونو څخه د ایزیوم سیمې له نیولو وروسته یې دغلته یې یو ډله ایز قبر موندل شوی دی. راپورونه وايي چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د ایزیوم په ښار کې د ۴۴۰ کسانو یو ډله ایز قبر موندل شوی دی. یو پولیس افسر سرګي بوتوینوف ویلي چې ځینې خلک په ډزو وېشتل شوي او ځینو نورو د توغندیو په بریدونو کې وژل شوي دي. ولسمشر زلیسنکي د ایزیوم ښارګوټی د بوچه او ماریوپول له ښارګوټو سره پرتله کړ، دا دوه ښارګوټي په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د قساوت او تربګنۍ مثالونه بلل کېږي.
































