روانه اوونۍ د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه د ازبکستان په لرغوني ښار سمرقند کې تر سره کيږي.د نړیوال وضعيت په بدلېدو سره دغه سازمان په نړۍ کې یو اغيزلرونکی نړيوال سازمان ګرځيدلی دی. په ورته وخت کې لازيات هېوادونه د دې سازمان د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ ګډو برياليتوبونو د روحيې په رڼا کې هيله لري چې په دې سازمان کې برخه واخلي. افغانستان د دې سازمان ناظر غړی دی او غړي هېوادونه د دې هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې کوي. د دې سرمشريزې د جوړېدو په اړه د افغانستان د طلوع نيوز تلويزيون خبريال عمران دانش د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره په مرکه کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي.
افغانستان له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دی او افغانان د پخوا په پرتله لازياتي اقتصادي ستونزې لري چې له دې کبله د لوږې مسئله لا سخته شوې ده. افغانان هيله لري چې نړيواله ټولنه دې اوسنی حکومت په رسميت وپېژني او په دې سره به شته ستونزې حل شي.
له همدې امله ډېری افغانان دغې سرمشريزې ته پاملرنه کوي. ښاغلي عمران دانش په دې اړه وويل: «دغه سرمشريزه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه ټول ګډونوال هېوادونه يې د افغانستان ستراتيژيک ملګري دي او د هېواد له اوسني سرپرست حکومت سره ښې اړيکې لري. هغه هيله وښوده چې افغانستان په دې مهمه غونډه کې برخه واخلي او پکې د خپلو موجودو مسئلو د حل او فصل او د اوسنيو ستونزو د لرې کولو لپاره له ګډونوالو هېوادونو سره بحث وکړي.
حقيقت دا دی چې د افغانستان مسئله د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې سرمشريزې له پرانيستلو نه مخکې د ازبکستان په يوه ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله کې ليکلي چې افغانستان د چين او ازبکستان ګاونډی دی، نو يو سوله ييز، باثباته، پرمختللی او سمسور افغانستان د دواړو هېوادونو په ګټه دی. د چين او ازبکستان په شمول ګاونډي هېوادونه به يې د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې وکړي. ښاغلي عمران دانش په دې هکله وويل، اوس له افغاستان سره د چین، ازبکستان او د دې سازمان د نورو غړو هېوادونو مرستې د ستاينې وړ دي. دوی په دې سيمه کې د افغانستان د ښه ګاونډي رول ادا کوي. چين ته په کار ده چې په منظقه کې د یوه قوي هېواد په توګه هميشه د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت ترڅنګ ودريږي او د افغانستان مسئلې د حل او فصل لپاره مهم رول ولوبوي.
په افغانستان کې زياتره وګړي له بې وزلۍ او لوږۍ سره مخامخ دي، او د دې ستونزې حل لار اقتصادي وده ده. د ښاغلي عمران دانش په اند افغانستان تر بل هر وخت اوس اقتصادي همکارۍ ته ډېر ضرورت لري. د دې سرمشريزې غونډې نه مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضيايف په خپلو خبرو کې هغه ريل پټلۍ ياده کړې چې ترمز، مزارشريف، کابل او پېښور سره وصلوي، او ويې ويل چې د همدغو پروژو په پلي کولو سره به د افغانستان اقتصادي مسئلې حل شي چې دا به د سيمه ييز امنيت د ساتلو لپاره ګټور وي. په دې اړه ښاغلي عمران دانش وويل، د دغې ريل پټلۍ پروژه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ګڼل کيږي او بايد په دې برخه کې عاجل او مهم تصميمونه ونيول شي. د شانګهای همکارۍ سازمان بايد پر دې پروژې سربېره له افغانستان سره د نورو پروژو په تطبيق کې چې لکه د کاسا زر پروژه، همدا ډول د ټاپي او نورو پروژو تطبيق دی او بايد دغه ټول هېوادونه پکې برخه واخلي او په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي.
ښاغلي دانش د مرکې په پای کې زياته کړه، د افغانستان امنيت د ټولې نړۍ په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو لپاره ډېر مهم دی. نو تمه دا ده چې په دې سرمشريزه کې د افغانستان د پرمختګ او ثبات او امنيت په هکله ښې پرېکړې وشي.
































