د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، د اوکرایني ځواکونو ځوابي بریدونه به د روسیې پلانونه بدل نه کړي. له هغه راهیسې چې اوکرایني ځواکونو له روسانو د اوکرایین یو شمېر نیول شوې سیمې ازادې کړې دي، دا لومړی ځل دی، چې پوتین پر دې موضوع خبرې وکړې. پوتین ګواښ کړی، چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو یوازې یوه برخه جګړه کوي او ګواښ یې وکړ، که د اوکرایني ځواکونو بریدونه دوام وکړي، لا زیات جدي غبرګون به وښيي.
































