د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان بانک د ۳٫۵ میلیارډ ډالرو د ساتنې په موخه په سویس هېواد کې د صندوق د جوړېدو په غبرګون کې وایي، واشنګټن باید د افغانستان شتمنۍ په بشپړه توګه ازاده کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هواچون ینګ وايي، امریکا باید د افغانستان د بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي. ورته مهال د سویس بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه صندوق د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره جوړ شوی دی او دغه هېواد د افغانستان راتلونکې ته ژمن دی. په دې اعلامیه کې راغلي ، چې ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو یوه برخه به د نړیوالو سازمانونو د پورونو او د برېښنا د وارداتو د پورونو په ورکړه کې وکارول شي.
































