اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۳مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده. اروپايي ټولنې ویلي دغه تازه مرسته چې ۳۷ ټنه روغتیايي تجهیزات او درمل پکې شامل دي کابل ته انتقال شوي دي. اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د افغانستان خلک اوس مهال، په لویه کچه بېړني بشري وضعیت کې دي. دغه ټولنې ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي. پر افغانستان د طالبانو حکومت د حاکمیت سره مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هیواد روغتیايي نظام پاشل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.
































