د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ متقاعد جنرال انتوني ټاټا د پنټاګون یا دفاع وزارت د پالیسي مرستیال ټاکلی دی چې هغه له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو او خصوصي ځواکونو د ځای پر ځای کولو ملاتړی دی. نوموړی د بلک واټر د مشر اریک پرېنس نږدې ملګری دی او دواړو په یوه مقاله کې په افغانستان کې د خصوصي ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه ټینګار کړی و. هغه همدا راز ددې پلوی دی چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو حضور ختم شي، د میلیاردونو ډالرو د لګښت مخه دې ونیول شي او دلته روانه جګړه دې شخصي کمپنیو ته وسپارل شي. انتوني په افغانستان کې هم ماموریت ترسره کړی دی او د ایران او چین په اړه هم سخت دريځ لري.
































