د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتريش د ا.ا له چارواکو بيا غوښتنه وکړه، چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي. د ا.ا لخوا د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو نن یو کال پوره شو خو لا هم میلیونونه افغان نجونې له زده کړو محرومې دي. عام افغانان وایي چې د ا.ا له پلمو ستړي شوي او زیاتوي چې دوی غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولیږي خو حکومت یې مخه نیسي. تر دې مخکې ا.ا په مختلفو پلمو د نجونو ښوونځیو تړل کېدل د شریعت، تعلیمي نصاب، د ښوونځیو د نجونو یونیفورم، افغاني کلتور او نجونو تعلیم سره د افغانانو مخالفت بللی و. دوه اونۍ وړاندې پکتیا کې هغه ښوونځي چې د خلکو په خوښه پرانیستل شوي وو د ا.ا لخوا بېرته وتړل شول.
































