په جاپان کې د يوه خطرناک توپان د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی. دغه هېواد کې له شاوخوا دوه ميليونه خلکو غوښتل شوي چې له خپلو کورونو ووځي او ټاکل شويو خوندي ځايونو ته ولاړ شي. دغه توپان ته نانماډول نوم ورکړل شوی او اټکل کيږي چې نن به کيوشو ټاپو ته ورسېږي. د دغه توپان چټکتيا به په هر ساعت کې ۲۵۰ کيلومترو ته ورسيږي او له داسې باران سره به مل وي چې اندازه به يې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰ ميلي مترو ته ورسيږي. د جاپان حکومت د کيوشو ټاپو اوسېدونکو ته موقت پنډغالي جوړ کړي او په سلګونو زره خلک ور ليږدول شوې دي. دغه ټاپو کې د زلزلې او ځمکښويېدنې له ويرې د بېړيو، اورګاډو د سټېشنونو او هوايي ډګرونو خدمتونه هم ځنډول شوي دي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې جاپان کې د جبې او هاګيبېس توپانونو هم درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي وو، خو تازه د دغه هېواد د هواپېژندنې ادارې ويلي چې نانماډول توپان به له هغو دواړو توپانونو ډير خطرناک وي.
































