د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳ زره کسان کولرا یا نس ناستي ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۱۲ ناروغان مړه شوي دي. د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وايي د یادې ناروغۍ تازه پېښې په سیوري او ارغنداب ولسوالیو او دغه راز د مرکز کلات په ترنک سیمه کې رامنځته شوې دي. نوموړی وايي په کولرا ناروغۍ اخته کسانو د درملنې لپاره یې اړوندو سیمو ته ګرځنده صحي ټیمونه لیږلي دي او هغه کسان چې وضعیت یې خراب وو ځانګړو روغتونونو ته لیږدول شوي دي خو د دغو سیمو اوسېدونکي يې صحي خدماتو ته د نه لاسرسي شکایت کوي او وايي چې یو شمېر کسان پروخت د نه درملنې له امله مړه شوي دي.
































