کابل کې د ايران سفير وايي چې هره ورځ لږ تر لږه شپږ زره افغانان ايران ته ورځي چې نږدې نيمايي يې ويزې او د سفر اړين اسناد نه لري. د ايران سفير بهادر امينيان د کډوالو له سرپرست وزير سره خبرو کې ويلي، هغه افغانان چې په غير قانوني توګه ايران ته ورځي له انساني قاچاق او د خدمتونو له کمښت سره مخ کيږي. ايراني لوري د ا.ا له دغه چارواکي غوښتي چې ايران ته په غيرقانوني توګه د افغانانو د تګ مخه ونيسي. دا په داسې حال کې ده چې وروستيو کې له ايرانه د افغان کډوالو د اجباري ايستلو لړې چټکه شوې او لويديځو ولايتونو کې چارواکي وايي چې هره اونۍ په زرګونو افغان کډوال په زور له ايرانه ايستل کيږي او هېواد ته را ستنيږي.
































