د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان کنټ مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي ایران لا هم د ترهګرو ملاتړی دی او په منځني ختیځ کې تر ټولو ستر خطر دی. میک کینزي همدا راز ویلي چې ایران په سیمه کې د هېوادونو د بې ثباته کولو په لټه کې دی او له کلونو راهیسې دغه ترهګرۍ ته ادامه ورکوي. دده په خبره ایران خپلو شاوخوا هېوادونو ته تل زیان رسولی دی او ددې اړتیا ده چې مخه یې ونیول شي. سره له دې دغه امریکايي پوځي ویلي چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ایران یو څه ارام شوی او په دې پوهېدلی چې که امریکا وغواړي ددوی مهم اهداف په نښه کولی شي.
































