د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان ټول گاونډيان په دې هیواد کې ټولشموله حکومت غواړي. کابلوف ویلي د افغاني ټولنې د وضعیت په عادي کولو کې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدل لومړنی ګام دی چې ورسره به د نجونو د ښوونځيو او کار ته د مېرمنو د بېرته ورتګ ستونزه هم حل شي. ضمیر کابلوف له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې کابل کې د روسیې پر سفارت د چاودنې په اړه څیړنې رواني دي خو په وینا یې د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې امر د انگریزي غربیانو لخوا ورکړل شوی دی. کابلوف همداراز په افغانستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو عملیاتو او پکې د پاکستان نقش ته په اشارې ویلي، روسیه د سیمې هیوادونو لخوا امریکا ته د اډو ورکولو سره شدیداً مخالفه ده.
































