د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې، د نجونو ښوونځي باید سمدستي پرانیستل شي. بېنېټ پرون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو د یو کال پوره کېدو په مناسبت په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده. نوموړي ویلي چې ښوونځي باید د ټولو ماشومانو په مخ پرانیستي وي. هغه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د مساوي زده کړو د حق د ورکړې غوښتنه کړې ده. پرون له هغه وخته چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي امارت له خوا تړل شوي یو کال پوره شو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په یوه پيغام کې ویلي و چې، په تېر یو کال کې د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت به بېرته جبران نه شي.
































