په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین د روغتیا وزارت له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره کتلي دي. د ترکیې سفیر په دې لیدنه کې له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې پر مرستو ټینګار کړی. نوموړي ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره په روغتیايي خدماتو او د طبي زده کړو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي. په ورته مهال د اسلامي امارت د روغتیا سرپرست وزیر له افغانستان سره د ترکیې له مرستو مننه کړې، خو غوښتنه یې کړې چې ترکیه باید د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، روغتیا وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی او د نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.
































