د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي په خپله خاوره کې پر روسي ځواکونو د بريدونو د زیاتولو خبر ورکړی دی. اوکراین په اوس وخت کې له روسیې سره مذاکرات بې معنی بللي دي. زلینسکي په یوه ویډیوي پيغام کې د دغه هېواد په خاوره کې د روسي ځواکونو پر ضد د تازه بریدونو خبر ورکړی دی. نوموړي ویلي چې شاید داسې ښکاره شي چې د یو لړ ترلاسه شویو بریالیتوبونو وروسته به جګړه آرامه شي، خو داسې نه ده او سکون یا دمه به ونکړي. د زلینسکي په خبره د ماریوپل، خرسون او ملیتوپل د بېرته نیولو په خاطر راتلونکو بریدونو ته تیاریانې روانې دي. زلینسکي وايي پوځ یې د دغه هېواد په ختیځ کې د یوه پل پر رغونې کار پیل کړی دی، څو وکولی شي لا زیات پرمختګ وکړي.
































