د عامې روغتيا وزارت وايي چې هېواد کې يې د پوليو واکسينو د تطبيق څلور ورځنی کمپاين پيل کړی چې په لړ کې به يې نږدې لس ميليونه ماشومانو ته واکسين ورکړل شي. دا کمپاين تر هغې يوه ورځ وروسته پيل شو چې د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوه. د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وايي چې دا په روان کال کې د پوليو واکسينو اتم کمپاين دی چې په لړ کې به يې ۹.۹ ميليونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمرونه ولري، واکسين شي. افغانستان او پاکستان د نړۍ پر مخ يوازيني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو ويروس په بشپړه توګه نه دی محوه شوی، خو د عامې روغتيا وزارت ډاډ څرګندوي چې د نړيوالو همکارانو په مرسته به د واکسينو د سرتاسري کمپاينونو په تطبيق سره هېواد کې د يادې ناروغۍ جرړې وچې کړي.
































